برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په عراق کی دامریکاپرضدد خلکوستری مظاهرې

آریانانیوز: درسنیودپورونوپه اساس د عراق دبیلابیلو ښارونو خلکو په تیره بیا د پلازمینې وسیدونکو پرون سهار وختي ځانونه بغداد ته ورسول او د امریکا د نیواکګرو ځواکونو پرضد په میلیوني مظاهرو کښې یې ګډون وکړ .
د بغداد بیلابیل سړکونه او کوڅې سهار وختي د ښځو ، د سړیو ، د ځوانانو او د بوډاګانو په شمول د بې ساري ولسي ګډون او شتون کتونکي دي .
هغو خلکو چې سړکونو او کوڅو ته راوتلي وو په خپل میلیوني شتون سره د امریکا د عسکرو د نیواکګرۍ د ختمولو او د ازادۍ او د خپلواکۍ لپاره خپل غږ د نړۍ خلکوته وروسوه .
د خلکو پراخ ګډون چې کفنونه یې اچولي وو او په لاسونو کښې یې د عراق بیرغونه وو د امریکا د اسرائیلو او د عربو ګوډاګیو واکمنانو پرضد په شعارونو ورکولو سره میلیوني مظاهرو ته لا ښکلا ورکړه .
د عراق خلکو له امریکا څخه د کرکې په اعلانولو سره او امریکا زمونږ هیواد څخه ووځه او مړه دې امریکا او مړ دې وي اسرائیل شعارونو سره له نیواکګرانو څخه خپله کرکه او غصه وښودله .
له دغو مظاهرو سره په یووخت د عراق د صدر ډلې مشر مقتدا صدر په یوې (۱) خبرپاڼې کښې د امریکا او د عراق ترمینځ د ټولو امنیتي تړونونو د لغوه کولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ د بغداد حکومت باید د امریکا ټولې پوځي اډې بندې کړي او که چیرې د امریکا حکومت له عراق څخه د خپلو پوځيانو وتلو ته چمتو نشو نو وررسره به د یوه (۱) دښمن او د نیواکګر هیواد په توګه چلند وشي .
مقتدا صدر ډاګینه کړه عراق باید خپل هوايي حریم د امریکا د عملیاتو لپاره وتړي او د امریکا وتل به په عراق کښې د امریکا د ټولو پوځي اډو او د واشنګټن د امنیتي شرکتونو له ختمیدا پرته محقق نشي .
د عراق د اسلامي مقاومت ډلو ، دیني شخصیتونو او ملی او سیاسي مشرانو په هیواد کښې د امریکا د عسکرو پرضد مظاهرې د ملي واکمنۍ ورځ او د نولس سوه شلم (۱۹۲۰) میلادي کال انقلاب او له عراق څخه د انګلستان د استعمار له ذلت څخه په ډک ډول وتلو ته ورته وبللې .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي