برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۳ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په انډونیشیا کښې په دریو کلیساؤ حمله

د یوراپور له مخې د انډونیشیا پولیسو وویل: په ختیځې جاوه صوبې کښې په سانتامارا، ګوبنګ او پوسات سورابایا نومې دریو کلیساؤ کښې پرله پسې درې چاودنې وشوې چې له امله یې لږترلږشپږ تنه وژل شوی او دیرش نو ټپيان دي.


له دې حملو وروسته د دغو کلیساؤ په اطرافو کښې امنیتي تدابیر سخت شول.
د انډونیشیا د ختیځ جاوه ولایت پولیسو همداشان ویلي چې دوي د سورابایا ښار په یوې بله کلیسا کښې یو ناچاودی بم هم موندلی او شنډ کړی یې دی.
د دې حملو پړه لا چا نه ده منلې.

شریک یي کړئ!