برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کونړ د پاکستان راکټي حمله

دیورپوټ پراساس پاکستانی پوځیانو په تیرو څلوریشتو ساعتونوکی د دغه ولایت په دانګام ولسوالي شپږ سوه راکټونه ويښتلي دي چې له امله یی یوه نهه کلنه نجلۍ ټپی شوی او ځایی خلکو ته درانه مالی زیانونه اوښتی دی مصمم وویل لسګونه کورنۍ هم خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوی دی.


بلخوا په جلال اباد کی د ملګرو ملتونو یونیسف اداری ویلی چی دغو توغندویزو بریدونو له امله دکونړ په دانګام ولسوالۍ کی دری ښوونځی د زده کوونکو پر مخ تړل شوی او تر زرو زیات زده کوونکی ښوونځی ته له تلو بی برخی شویدي .پر کونړ ولایت د پاکستانی پوځيانو راکټي بریدونه په داسی مهال زور اخلی چې د دواړو ملکونو افغانستان او پاکستان د ترینګلو اړیکو د ښه کولو لپاره ګامونه اخیستل کیږي تیره ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو مرستیاله وزیره کابل ته راغلی وه او ټاکل شوې ده سبا د پاکستان وزيراعظم هم کابل ته سفر وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي