برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د برما د مسلمانانو خلاف جنایتونه د جزا په نړیواله محکمه کښې څیړل

آریانانیوز: د ملایشیا، انډونیشیا، فلپاین، مشرقي تیمور او سنګاپور د پارلیمانونو ۱۳۲ استازو په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د دغو پارلیمانونو ټول نمایندګان د جزا نړیوالې محکمې ته د میانمار د دوسیې په ورلیږلو د نظر اتفاق لري.


د دغو هیوادونو پارلیماني نمایندګانو په خپله بیانیه کښې ټینګار کړی چې د برما د پوځ او تندلارو بودائيانو په عملیاتو کښې د روهینګیا قام پر مسلمانو ښځو او جینکو جنسي تیري شوي او د هغوي کورونه او کلي وسوزول شول او ډیر مسلمانان سخت ځورول شوي او تشدد پرې شوی دی.
ملګرو ملتو هم په یو رپورټ کښې د میانمار د لویدیځ په راخین صوبه کښې د روهینګیا مسلمانانو د هدفمنې وژلې او ځپنې د عملیاتو په غندلو سره د روهینګیايي مسلمانانو خلاف دمیانمار د پوځ اقدامات توکمیز توپیر او نسل وژنه وبلله او هغه یې د نړۍ ترټولو بد پوځ معرفي کړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي