برخه -څانګه : politics, social, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د عراق خلقو په سوريې کښې د امريکې اوهغی متحدینود حملې غندنه

دیو رپوټ له مخې مظاهرکونکو پرون مازيګر په بغداد کښې په سيمه کښې د امريکې د سياستونو په خلاف د نعرو په وهلو او د دغه هېواد د بېرغ په سوزولو سره واشنګټن په سيمه کښې د ترهه ګرۍ رامنځته کونکې او ملاتړے وبلۀ.


احتجاجي غونډې ته يو وېنا وال جاسم الحلفي وويل، په داسې حال کښې چې د سوريې حکومت د داعش د کار ختمولو ته نزدې شوے ؤ امريکې په دغه هېواد کښې په فوځي مداخلت سره وښودله چې نه يوازې د ترهه ګرو ختمېدو ته ګروهنه نه لري بلکه د هغوي د حوصلې اوچتولو لپاره يې په فوځي اقدام لاس پورې کړ.
همدارنګ د عراق د نجف اشرف او کربلا ښارونو خلقو هم د سوريې په خلاف د امريکې د فوځي حملې په غندنه کښې مظاهرې وکړې.

شریک یي کړئ!