برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۳ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په امریکا کښې له څلورو زرو زیات معترضان نیول

آریانانیوز: دیورسندیوپه راپورد امریکې په مختلفو ښارونو په تیره بیا مینیاپولیس Minneapolis کښې د دغه هیواد د پولیسو په توکمپال سلوک باندې د خلکو پراخې مظاهرې روانې دي.په دغه ښار کښې د یو سپين پوستي پولیس له خوا د یو تورپوستي ښاریز غمیزه ناکې وژلې د امریکایانو قهر راپارولې دی او هغوي پراخ اعتراضونه او مظاهرې پیل کړې دي خو د امریکې پولیس او امنیتي ځواکونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په حکم اعتراض کونکي ځپي.
په دې لړ کښې پرون مازیګر د سپینې ماڼۍ ویاندې کایلي مک اِناني له معترضانو سره د مقابلې لپاره په ۲۴ ایالتونو کښې د دغه هیواد د ملي ګارډ د ۱۷ ځواکونو د ځاې پرځاې کولو خبر ورکړ.هغې وویل چې ولسمشر ټرمپ د دغو ۲۴ ایالتونو له ګورنرانو غوښتي چې له دغو ځواکونو څخه د معترضانو د ځپلو لپاره کار واخلي.په عین حال کښې خبري سرچینو د دغو ولسي اعتراضونو په دوام کښې د امریکې په څو ښارونو کښې د انټرنیټ او ټیلیفون په خدماتو کښې د ګډوډي خبر ورکړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي