برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۰ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په الحُديده کښې د سعودي تيريګرو د وسلو ډيپو تباه

د يمن د المسيره ټي وي چېنل د رپوټ له مخې يوې فوځي سرچينې نن وويل، د يمن د مقاومت ځواکونو وويل د وسلو د دغه ډيپو له تباهۍ وروسته څو زوروې چاودنې هم وشوې.



د يمن فوځي او ولسي ځواکونو له دې مخکې هم  د الحديده په لويديځو سواحلو کښې په الدريهمي او المجاليس سيمو کښې ګوډاګي ځواکونو د امدادي کرښو د پرې کېدو خبر ورکړے ؤ.
د يمن فوځ او ولسي ځواکونو همدارنګ د سعودي د العسير د مجازه سيمې په لويديځ کښې د سعودي د فوځيانو د غونډېدو په  ځاے حمله وکړه چې له کبله يې يو شمېر سعودي فوځيان په هلاکت ورسېدل.

له يمن  څخه د يو بل خبر له مخې د يمن د صعده صوبې په رازخ سيمه کښې په استوګن سيمو باندې د سعودي تيريګر ائتلاف د توغنديو او توپونو حملې سختې شوې دي.
سعودي د ۹۴ هجري نمريز کال د اوري د مياشتې له شپږمې نېټې راهسې د څو عربو هېوادونو د ائتلاف په قالب کښې او د امريکې په اشارې سره د عربي نړۍ ترټولو فقير هېواد يمن په خلاف پراخې حملې شروع کړې چې اقتدار ته د دغه هېواد د مستعفي ولسمشر د ستنولو په بهانه د خپلو سياسي زياتو غوښتنو او سپېرو اهدافو ته عملي جامه ورواچوي.په يمن باندې د سعودي تېرے تر اوسه له څوارلسو زرو نه د زياتو بې ګناه يمنيانو د قتل عام او د دغه هېواد د ويجاړۍ سبب شوے دے.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي