آریانانیوز: د یمن د انقلاب دلوړې کمیټې مشر محمد علی الحوثی پخپل ټولنیز چینل کې لیکلی دی ، په یمن تیریګر فکر کوی ، په اقتصادی دباؤنو سره هغه څه چې په تیرو کلونو کې ئې د پوځی حل لارې په وسیله نه دی پوره کړی ،ترلاسه کړائ شی.
محمد علی الحوثی دغه راز لیکلی دی، تیریګر د بهرنیو پیسو په وړاندې د یمن د ریال د ارزښت د کمیدا لامل شوی دی ، او حتی دهغو ترنیواک لاندې سیمو کې ئې حل لارو ته په رسیدا کې سسستی کړې ده ، پر دې اساس له حکومته غواړو په دې زمینې کې دې لازم اقدامات وکړی .
دیمن دانقلاب دلوړې کمیټې مشر زیاته کړې ، دسولې حل لارې ته درسیدا لپاره هلې ځلې تل د تیریګرو هیوادونو یعنی دامریکا ، سعودی عربستان ، امارات او دهغو د متحدانو په خنډ جوړونې سره مخامخ شوی دی ، حال دا چې دوی باید پوه شی ، هغه یوازینی کار چې ئې کوی ، د یمن دملت د کړاؤنو زیاتول دی .
محمد علی الحوثی له دې مخکې هم په دغه هیواد کې د ملګروملتو د ځانګړی استازی مارتین ګریفیتس په کړچار په نیوکو سره وئیلی وو ، سعودی امریکائی تیریګرو او دهغو متحدانو قصدا د یمن په جنوب کې عدن ته د چاپ شوو پیسو په لیږدولو سره دیمن دریال ارزښت کم کړی دی .