برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۸ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پر الاقصی جومات دصهیونیسټانو بیایرغل

آریانانیوز: څه دپاسه یوسل پنځوس(۱۵۰) ښارګی میشته صهیونیسټانو الاقصی جومات ته په ورننوتلو سره ددغه سپیڅلی ځاې سپکاوی وکړ .


د الاقصی جومات خطیب او د بیت المقدس د لوړ اسلامی پلاوی مشر شیخ عکرمه صبری دصهیونیسټانو له دغه سپکاوی ډک اقدام وروسته وویل په الاقصی جومات د صهیونیسټ ښارګی میشته خلکو یرغل جنایت او د اسلامی سپیڅلتیاو سپکاوی دی .
هغه وویل داسرائیلو نیواکګر رژیم الاقصی جومات ته سترګې خړې کړی دی او د  یهودیانو له اخترونو او مراسمو په دغه جومات د یرغلونو د زیاتولو لپاره ناوړه استفاده کوی .
صبری ټینګار وکړ د صهیونیسټ رژیم دځانګړیو ځواکونو په زیات ملاتړ سره د ښارګی میشته خلکو یرغل ثابتوی چې هغوې په یوازې ځان په الاقصی جومات دسپکاوی جرات نلری او دغه چاره ددې ښودنه کوی چې ښارګی میشته خلک تیریګر دی او قدس  دمسلمانانو دی .
دصهیونیسټ عسکرو دغه راز د اردن سین د لویدیځې غاړې په بیلابیلوسیمو یرغل سره اولس (۱۷)فلسطینیان ونیول .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي