برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پاکستان په هیڅوجه اسرائیل په رسمیت نه پیژنی

آریانانیوز: د راپور په اساس، د پاکستان ؤلس مشر« عارف علوی » پرون د لاهور ښار د والی په ودانۍ کی د پاکستان د عالمانو په حضور کی وویل: پاکستان په هیڅوجه صهیونیسټی رژیم په رسمیت نه پیژنی، او دغه هیواد د یاد نیواکګر رژیم د رسمیت په نه پیژندلو کی د اسلامی هیوادونو فیصلی ته احترام ایږدی.
څو ورځی وړاندی هم، د پاکستان ؤلس مشر« عارف علوی »، له صهیونیسټی رژیم سره د پاکستان هر ډول مذاکره یا پټی اړیکی تکذیبی کړې، او اعلان یی وکړ: اسلام آباد له صهیونیسټی رژیم سره هیڅ اړیکی او خبری اتری نه ده لرلې.
له صهیونیسټی رژیم سره د پاکستان د اړیکو په باره کی د آوازو په هکله د یاد هیواد د مقامونو عکس العمل، پسله هغه پیاوړی شو چی د ملی پارلمان یو نماینده، پدی وروستیو کی له یاد رژیم سره د اړیکو د ټینګیدو د احتمال په هکله خبری کړی وې، چی د
پاکستان د خلګو د قهر سبب وګرځید، او زرګونو پاکستانیانو د صهیونیسټی ضد مظاهرو په کولو سرو، د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو او نیواکګرۍ په وړاندی؛ د فلسطین له ؤلس څخه ملاتړ وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي