برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۴ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په سوریې کی دبریدونو په دوام دصهیونیسټ رژیم دلومړی وزیر نتانیاهو ټینګار

آریانانیوز: امریکا له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په غیرقانوني ډول په سوریې کښې پوځي شتون لري .


دلبنان المیادین ټیلی ویژن راپور ورکړ د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په سوریې ددغه رژیم د حملو په دوام ټینګار وکړ .
هغه پرون په دې خبرې سره چې له سوریې دامریکا دعسکرو په وتلو سره د دمشق په هکله د اسرائیلو سیاست به بدل نشی وویل که چیرې شرایط وغواړی تل ابیب په سوریې کښې خپل پوځی عملیات زیاتوی .
دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو زیاته کړه دعملیاتو، استخباراتو او نورو ډیرو امنیتی زمینو په شمول په بیلابیلو برخو کښې له امریکا سره د اسرائیلو ملګرتیا دوام لری .
اسرائیل تل د ترهګرو د ملاتړ لپاره په سوریې کښې د پوځ په مرکزونو حملې کوی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ د روان میلادی کال د دسمبر په اولسمه (۱۷) نیټه د سوریې دولسمشر بشار اسد د حکومت په راپرځولو کښې د ترهګرو له اوه(۷) کاله ناکامۍ وروسته وویل زر به د واشنګټن پوځیان له سوریې وباسی .
امریکا له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په غیرقانونی ډول په سوریې کښې پوځی شتون لری .
په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د سعودی عربستان ، امریکا، انګلستان ، فرانسې ، متحده عربی اماراتو، اردن ، اسرائیلو او ددوې دمتحدانو دملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره دصهیونیسټ رژیم په ګټه د سیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره پیل شوی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array