برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

پریمن باندی د سعودی ائتلاف د بریدونو دوام

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د یمن المسیره ټیلي ويژن وویل د سعودي عربستان تیریګرو عسکرو او د هغوې ګوډاګیانو په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په الحدیده ولایت کښې یوسل اته ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي
د سعودي عربستان تیریګرو عسکرو او د هغوې ګوډاګیانو د یمن د الحدیده ولایت په بیلابیلو سیمو باندې د هوانونو او د توپونو په لسګونو ډزې کړي دي .
د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جاسوسۍ الوتکو هم د الحدیده ولایت په «شپاړس کلومیټره» نومې سیمې باندې الوتونه وکړل .
سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو ، اردن ، اسرائیلو او دځینو نورو هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د خلکو پرضد له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې تراوسه د دغه هیواد څه دپاسه شپاړس زره بې ګناه خلک وژل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي