برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۴ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

يمني ځواکونو يو ځل بيا پر سعودي تالي څټوباندی د توغنديو بریدونه

آریانانیوز: د العالم د رپوټ له مخې د يمن فوځي او ولسي ځواکونو وويل،په څلورو زلزال يو ډول ځاي بالېسټک توغنديو سره يې په حېران سيمه کښې د سعودي تالي څټو په مورچو حمله وکړه.



د دغه اعلان له مخې په دې توغنده اي حمله کښې د سعودي په لسګونو ګوډاګيان هلاک يا زخمي شول.
د يمن د وسله والوځواکونومرستيال لوے درستيز جنرل علي الموشکي په دې وروستيو وختونو کښې ويلي وو چې يمني ځواکونو ژمنه کړې ده هيڅ يو تيرګر به له يمنه ژوندے لاړ نه شي.
سعودی د اماراتو، امریکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د تیر میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې دیمن دخلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او دهیواد روغتونونه ، ښوونځی ، بیخ بنایی تاسیستات او دخلقو کورونه تباه کړې شوی دی . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له کمښت سره مخامخ دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي