برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

هرډول تیریګرو ته کلک ځواب

آریانانیوز: دیمن دپوځ ویندوی یحیی سریع په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، انصار ا...ولسی غورځنګ داسې ماډرن ټیکنالوجی لری ، چې مخه نیونکی سسټمونه ورسره مقابله نشی کولی .



المیادین ټیلیویژنی چینل راپورورکړ سردار یحیی دیمن د مقاومت دپرمختللی ټیکنالوجۍ په وړاندې په عربستان کې دیره امریکائی او دنورو ماډرن دفاعی سسټمونو او تجهیزاتو بې وسۍ ته په اشارې سره وئیلی دی ، ددغه هیواد بالیسټک توغندی او بیلابیل ډرون الوتکې دعربستان په جغرافیائی طول او عرض کې درستې موخې په شیشت کې راوستلی شی .
دیمن دپوځ وسلوال ځواک ویندوی په راتلونکو کلونو کې د مقاومت په خاطر د توغندیو او ډرون الوتکو د دومدارې جوړونې لپاره د انصار ا… ولسی غورځنګ توانمنیو ته په اشارې سره روښانه کړې ده ، دغه غورځنګ به دسعودی تیریګر ائیتلاف خوځښتونو زیاتولو ته په ځواب کې به خپلې حملې دعربستان عسیر ، جیزان او نجران ته محدودې نه کړی.
له دې سره په یووخت دیمن له مستعفی او تښتیدلی ولسمشر منصور هادی سره ا ړونده عدن الغد ورځپاڼې لیکلی دی ،د متحده عربی اماراتو دهغو ټانکونو وړونکی یوه کشتۍ چې عدن ښار ته ورغلی وو ، دجمعې په ورځې له الزیت بندره د دغو ټانکونو په بارولو سره روانه شوې ده او وئیل کیږی چې دغه ټانکونه او ځواکونه ئې له عدنه له شاتګ وروسته په اریټیریا کې د عصب ټاپو په لور په حرکت کې دی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي