برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

نړیواله ټولنه دې د نشه ایزو موادو د خوریدو په مخنیوی کښې له ایران سره ملګرتیا وکړی

دایران داسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحمانی فضلی بیګا په ویانان کې د ملګروملتو له نشه ایزو موادو اوجرمونو سره دمبارزې د دفتر له اجرائی مدیر یوزی فدوتوف سره له کتنې وروسته په یو لړ څرګندونو کې ووئیل ، په دغې کتنې کې په افغانستان کې د نشه ایزو توکو دتولید دزیاتیدا، دنشه ایزو موادو دمجازی خرڅلاؤ د پنځوس فی صدی زیاتیدا او همداراز د په نړۍ کې د میرمنو د روږدیدا د ۲۵ فی صدی زیاتیدا او دغه راز د نړیوالو لپاره د دغو موردونو دجدی خطرو په شمول د سیمه ایزو موضوعګانو په باب خبرې اترې وکړې .
رحمانی فضلی زیاته کړې، په دغې کتنې کې وغوښتل شول، څو ملګری ملتونه دې له ایران سره د یوه هغه هیواد په توګه، چې له نشه ایزو موادو سره د مقابلې په سر او لاره کې واقع دی ، ملګرتیا وکړی، څو په ایران کې له نشه ایزو موادو سره دمبارزې پلانونه په جدیّت سره تعقیب شی. هغه روښانه کړې،په دغې کتنې کې همداراز په افغانستان کې د دنشه ایزو توکو دتولید په ځای د بل فصل د کښت او تل پاتې پراختیا په باب هم خبرې اترې وشوې .
د ایران دکورنیو چارو وزیر د ملګروملتو دنشه ایزو توکو د کمیشن په یوشپیتمې غونډې کې دګډون لپاره ویانا ته تللی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي