برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نړیواله ټولنه باید د امریکا د ویټو مخه ونیسی

د فلسطین دبهرنیو چارو وزارت بیګا په یوې(۱) بیانیې کښې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو په اړه د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا د ویټو(Veto) دشنډولو لپاره دنوی مکانیزم هڅه وکړی.



په دغه بیانیې کښې ویل شوی که چیري نړیواله ټولنه د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا له ویټو سره د مقابلې لپاره لاره چاره پیدا نکړی دغه شورا به له نیواکګرانو د امریکا د ړانده پلویتوب د خدمت په یوه(۱) اوزار بدله شی .
دفلسطین د بهرنیو چارو وزارت دغزې تړانګې په باره کښې دامنیت شورا د مطبوعاتی بیانیې پرضد د امریکا د تیرې شپې د ویټو په غندلو سره وویل د نیواکګرانو په وړاندې د امریکا له پلویتوب ډک دریځونه دهدفمند ملاتړ او په هغو جنایتونو د برغولی د کیښودلو ښودنه کوی چې صهیونیسټانو په غزې تړانګې کښې دبیرته ستنیدا د حق په ستر لاریون کښې دفلسطین د مظلومو خلکو پرضد ترسره کړی دی .
امریکا په تیرې جمعې شپې د دوهم(۲) ځل لپاره په تیرو څو ورځو کښې دملګروملتونو په امنیت شورا کښې د کویت د وړاندیزی پریکړه لیک چې په غزې تړانګې کښې د مظاهره چیانو پرضد دصهیونیسټ رژیم تاوتریخوالی یې غندلی دی مخه ونیوله .
امریکا د فلسطین د خلکو پرضد داسرائیلو د جنایتونو او د نیواکګرۍ اصلی ملاتړی ده .
په تیرو اتو(۸) ورځو کښې اسرائیلو د فلسطین نهویشت(۲۹) ښاریز په ډزو شهیدان کړی او څه دپاسه درې زره (۳۰۰)نور یې ژوبل کړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي