برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نوی دسیسې امریکا ته د عربستان د ولی عهد ډالۍ ده

دعربو دچارو سیاسی شناند« حافظ البشاره» د عراق له «المعلومه» خبری اژانس سره په مرکه کښې امریکا ته دسعودی عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان سفر د عراق په شمول د مینځتی ختیځ پرضد د نویو دسیسو او پلانونو حامل وباله.



هغه په سپینې ماڼۍ کښې د عراق له حکومت سره د مرستې په هکله د توافق په اړه د امریکا دولسمشر ټرمپ او د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان ادعا تبلیغاتی دروغ وباله او ویې ویل ددغه موافقې هدف له سرزورو ډلو او بعثیانو سره مرسته کول دی چې د روان میلادی کال د می دمیاشتې په دولسمه نیټه د انتخاباتو په شمول دعراق په سیاسی بهیر کښې د لاسوهنې لپاره له هغوې استفاده وکړی .
دعربو دچارو سیاسی شناند حافظ البشاره وویل سعودی عربستان په سیمه کښې دامریکا پوځی شتون ته د روا والی د وربخښلو لپاره د امریکا مټ او په سیمه کښې د بې ثباتۍ د دوام په نتیجه کښې د کړکیچ او نښتو د زیاتولو په هدف سره د واشنګټن د دسیسو اجرا کونکی دی .
امریکا په سعودی عربستان د یو (1)میلیارډ ډالرو په ارزښت سعودی عربستان ته د کابو ۶۶۰۰ توغندیو د ورکولو موافقه وکړه .
سعودی عربستان له امریکا او انګلستان سره یوځاې په سیمه او نړۍ کښې د اکثرو ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي