برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ملګري ملتونه: يمن له خطرناکې لوږې او قحطۍ سره مخ دی

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو کوټريس د يمن جګړې له ټولو اړخونو غوښتي، چې جګړه سمدستي ودروي او پر ځای يې د سولې خبرې پيل کړي؛ ځکه چې د دغې جګړې له امله يمن له داسې لوږې او قحطۍ سره مخ دی، چې ساری له تېرو څو لسيزو راهيسې نه شته.
د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو مشر مارک لووکوک تېره اونۍ خبرداری ورکړی و، چې د جګړې له امله يمن له سختې قحطۍ سره مخ دی او کېدای شي، د يمن کې نيمه ابادي څلور سوه ميليونه وګړي په کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د يادونه وړ ده، چې د يمن حوثې ملېشو په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشر منصور عبدربه حکومت نسکور کړی او د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز د متحده عربي اماراتو او يو شمېر نورو هېوادونو په ملتيا په يمن کې د امريکا پر وسلو په ۲۰۱۵ کې د حوثيانو پر ضد جګړې او بمبارۍ پيل کړي، چې تر اوسه هم روانې دي، چې له امله يې يمن د ويجاړۍ پر لور روان دی او ډېری قربانيان يې ولسي وګړي دي.
د ملګرو ملتونو مشر انتونيو کوتريس، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او دفاع وزير جيمس مټیس له سعودي او متحده عربي اماراتو غوښتي، چې دغې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او تر راتلونکې يوې مياشتې له حوثې ملېشو سره د سولې خبرې وکړي.
سعودي او متحده عربي اماراتو تر اوسه په دې اړه خپل دريځ نه دی روښانه کړی.

شریک یي کړئ!