برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۹ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

له پمپئو سره له خبرواترو ډډه

آریانانیوز: درسندیوپه راپورد فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس د لویدیځې غاړې د الحاق لپاره د صهیونیسټي رژیم د طرحې په هکله د امریکې له خارجه وزیر سره له ټیلیفوني خبرواترو ډډه وکړه.
روسیا الیوم خبري چینل د صهیونیسټي رسنیو په حواله خبر ورکړ چې محمود عباس تیره اونۍ په صهیونیسټي رژيم کښې د لویدیځې غاړې د ځینو برخو د شاملولو لپاره د دغه رژيم د چارواکو په شتون سره په سپينې ماڼۍ کښې د څیړنو له پيلیدو مخکښې د محمود عباس او مایک پمپئو ترمینځ د خبرواترو لپاره له پراخو تماسونو سره سره، هغه له پمپئو سره له خبرواترو ډډه وکړه.
په عین حال کښې د فلسطین کورواکه تشکیلاتو پرون خبر ورکړ چې که صهیونیسټي رژيم د لویدیځې غاړې درې ښارګي ونیسي نو د دغو سیمو امنیتي مسئولیت به د دغه رژيم په غاړه وي.

شریک یي کړئ!