برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

له ټرمپ څخه شکایت کول

آریانانیوز: درسنذیوپه راپورد امریکې ۱۷ ایالتونو او کولمبیا سیمې د هغې مقرراتي وضعې په وجه چې د ځینو بهرنیو محصلینو لپاره د ویزو د نه صادرولو غوښتنونکې ده، د دغه هیواد له ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه شکایت وکړ.
دغه شکوائیه چې پرون د اتلسو لویو څارنوالو له خوا د ماساچوسټ سیمې په محکمه کښې برابر شوه، د کورونا وایرس د خپریدو په دې ګډووډو حالاتو کښې د بهرنیو محصلینو د ایستلو لپاره د فیډرل حکومت د بې رحمانه، بې غوره او غیرقانوني اقدام د لغوه کیدو غوښتونکې شوې ده.
د ټرمپ حکومت په دې وروستیو کښې ویلي په امریکې کښې مقیم هغه بهرني محصلین چې کلاسونه به یې د روان کار په مني کښې د کرونا په وجه په مجازي یا انټرنیټي توګه ترسره شي، باید له امریکې ووځي.
د امریکې ایالتونو او روزنیزو ارګانونو د ټرمپ دا اقدام د کالجونو او پوهنتونونو د خلاصولو او په حضوري توګه د کلاسونو د ترسره کولو په لړ کښې تر دباؤ لاندې د دغو تعلیمي ادارو د راوستلو لپاره د ټرمپ یوه هڅه بللې ده.
ټرمپ د کرونا په وهتجه له صحي خبرداریو سره سره ګواښ کړی چې که د امریکې ښوونځي او پوونونه په مني یا خزان کښې خلاص نه شي نو ورته به بودجه ور نه کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي