برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

له فرانسې څخه د سعودي د خالي کيشتۍ ستنېدا

آریانانیوز: سعودي په وروستيو اوو مياشتو کښې د سختو عامه نړيوالو افکارو په دباو کښې راغلے دے. د يمن په خلاف د جنګ دوام د دغه حالت يوه اصلي وجه ده. د ملګرو ملتود رپوټ له مخې د يمن په خلاف د سعودي ائتلاف د جنګ له کبله تقريباً اوۀ اشاريه نولس ميلين يمنيان روغتيائي مرستو ته ضرورت لري، له نيمائۍ نه زيات يمنيان يعنې اته اشاريه اولس ميلين تنه د څښلو سالمو اوبو ته ضرورت لري چې په سخت ضرورت کښې شپږ اشاريه دولس ميلين تنه شامل دي، له شل ميلينو زيات يمنيان د خوړو له ناامنۍ سره مخامخ دي، په داسې حال کښې چې څلور اشاريه اوۀ ميلين يمنيان نه پوهيږي چې د ورځې د راتلونکي وخت خواړۀ به له کومه ځايه برابروي او شپږ اشاريه نهه ميلين تنه له قحطۍ سره مخامخېدو ته ډېر نزدې شوي دي. درې اشاريه درې ميلين يمنيان مهاجر شوي دي، نهه څلوېښت فيصده روغتيائي مرکزونه يا په بشپړه توګه فعاليت نه لري او يې فعاليت محدود شوے دے. دوه ميلين ماشومان له مدرسو بې برخې دي چې پکښې شپږدېرش فيصده جينکۍ او څلوريشت فيصده هلکان شامل دي. له جنګ نه څلور کاله وروسته دوه لکه اته دېرش زره يمنيان له غميزې يعنې د انساني بحران له ډېرې سختې مرحلې سره مخامخ دي
په يمن کښې دا سخت حالت د دې سبب شو چې عامه نړيوال افکار د لويديځو هېوادونو لخوا په سعودي د وسلو د خرڅولو په باره کښې په ډېر حساسيت سره نظر وکړي او په پرېکنده توګه د دغه اقدام په خلاف راپاڅي. تر اوسه په لويديځو هېوادونو کښې په سعودي د وسلو له خرڅولو سره په مخالفت کښې ډېرې مظاهرې او کمپائنونه جوړ شوي دي. احتجاج کونکي او نيوکه کونکي وائي چې خرڅول شوې وسلې د يمن په خلاف جنګ کښې استعماليږي او په داسې صورت کښې لويديځ قوتونه هم د بشريت په خلاف په دغه جنايت کښې شريک دي.
د عامه نړيوالو افکارو دا نظر د دې سبب شو چې د ACAT نومې فرانسوي بشري حقوقو ډلې په شمول د بشري حقوقو زياتې ډلې په سعودي د وسلو د خرڅولو په اړه له فرانسې څخه شکايت وکړي او دا چاره د ملګرو ملتو د پرېکړليک خلاف ورزي وبلي. که څه هم يوفرانسوي قاضي دغه شکايت صحيح ونه بلۀ خو هغه سعودي کيشتۍ چې فرانسې ته د وسلو د راوړلو لپاره تلې وه بې له بار اچولو د فرانسې له شماله په راستنېدو مجبوره شوه.
دا واقعه ه د سعودي او هم د فرانسې لپاره يوه څرګنده ماتې ده. سعودي په ډاګه دې ته متوجه شودے چې د بشري حقوقو غېرسرکاري تنظيمونه د دغه هېواد په خلاف فعال دي او د آل سعود په خلاف د نړيوال دباو په ډلو بدل شوي دي. له بلې خو په داسې صورت کښې چې سعودي له لويديځه وسلې وانه خېستې شي نو کېدې شي د لويديځو هېوادونو ملاتړ هم له لاسه ورکړي. همدارنګ د فرانسې په شمال کښې له يو بندر څخه د سعودي کيشتۍ له بار اچولو نه بغېر ستنه شي بيا هم تکرار شي.
بې له بار اچولو د سعودي کيشتۍ ستنېدل د فرانسې لپاره هم يوه څرګنده ماتې وه، ځکه چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مېکرون هم په رياض د وسلو له خرڅولو څخه په واضحه توګه ملاتړ کړے او ادعا يې کړې وه چې سعودي هغه ته اطمينان ورکړے دے چې دغه وسلې به د عامه خلقو په خلاف نه استعمالوي. خو اوس د بشري حقوقو د ډلو دباونه د دې سبب شول چې فرانسه مجبوراً سعودي ته د وسلو له ورکولو ډډه وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي