برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سوریه باندی د امریکا او دهغی متحدانو بریدونه روسیه او ایران غندلي

دا بریدونه ددی وروسته پیل شوی چی په سوریه کې د کیمیاوی بریدونو په وړاندی امریکا او امریکا ملاتړ کوونکې غبرګون ښودلي.


د روسيې ولسمشر د امريکا په رهبرۍ د سوريې په وړاندې پوځي اقدام غندلى او د يوه خپلواک دولت په وړاندې يې «د يرغل عمل» بللى دى.
تاس او انټرفاکس خبري اژانسونو د ویلاديمير پوتين په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، روسيه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د يوې اضطراري غونډې غوښتنه کوي.
پوتين ويلي چې پر سوريې حمله د نړيوالو اړيکو پر ټول سيسټم «ويجاړوونکى اغېز» کوي.
بلخوا د ايراني رسنيو د راپور له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د سوريې په وړاندې پوځي اقدام په کلکه غندلى دى.
د دغه هېواد لوى مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي ويلي چې دغه نظامي اقدام يو جنايت دى چې هېڅ لاسته راوړنه به ونه لري.
بلخوا د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې دغه حملې د اسد د رژیم لخوا د اپرېل پر اوومه په دوما ښار کې د زهرجنو ګازو د حملې په عکس العمل کې کېږي.
د امریکا متحده ایالاتو ويلي چې دغه حمله د اسد رژیم تر سره کړې ده، خو دمشق وايي، له کيمياوي وسلو يې کار نه دى اخيستى.
د روسيې دفاع وزارت وايي، په دغو حملو کې په سوريه کې د دوى پوځي اډو ته څېرمه ساحې نه دي په نښه شوي.

شریک یي کړئ!