برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سعودی عربستان بیا په یمن بریدونه

دیمن په شمال کښې دصعده ولایت په هستوګنو سیمو د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف په نوی توغندوی برید او د توپونو په ډزو کښې یوه (۱)میرمنه ووژل شوه او دوه(۲) نور کسان ژوبل شول.


توغندوی برید او دتوپونو ډزو زیات مالی تاوانونه رسولی دی.
دسعودی عربستان جنګی الوتکو دغه راز دیمن په شمال لویدیځ کښې په عمران(Amran) ولایت کښې په حرف سفیان ښارګی هم بمبارۍ وکړه .
بلې خوا د یمن دپوځ توپونو هم د سعودی عربستان په جنوب کښې په جیزان کښې د «برج المهدف» اډې او په المخبره کښې دعسکرو په مرکزونو حملې وکړې او دغو پوځی مرکزونو او اډو ته یې مالی تاوانونه ورسول .
دیمن ځایی سرچینو دغه راز په جیزان سیمه کښې د سعودی عربستان د اوو(۷) عسکرو دوژل کیدا خبر ورکړ .

سعودی عربستان د امریکا ، انګلستان، متحده عربی اماراتو، اردن او داسرائیلو په هراړخیزه ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن پرضد حملو او بمباریوته دوام ورکړی او دیمن عسکر هم د تیریګرو هیوادونو حملو ته په غبرګون کښې کله نه کله د سعودی عربستان په داخل او دغه راز دیمن دننه د ال سعود رژیم په مرکزونو او اډو حملې کوی .

شریک یي کړئ!