برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سعودی عربستان ائتلاف بیا دیمن نور ښاریز ووژل

آریانانیوز: دسعودی عربستان جنګی کشتیو پرون دیمن په شمال لویدیځ کښې په حجه ولایت کښې په یوه کلی حملې سره د څو ښځو او د ماشومانو په شمول شپږ (۶)ښاریز ووژل.


دسعودی عربستان جنګی کشتیو دغه حمله د یمن دحجه ولایت په حیران ولسوالۍ کښې په الساده کلی کړی ده .
دسعودی عربستان جنګی الوتکو هم درې(۳) ځله دحجه ولایت په حرض کښې په المزرق سیمې بمبارې وکړې .

دیمن په جنوب لویدیځ کښې دتعز ولایت په الصباب جبهې کښې د ګوډاګیانو په مرکز کښې د حکومتی عسکرو او د ولسی کمیټو لخوا دښخو شویو ماینونو د چاودیدا له کبله د سعودی عربستان یو شمیر ګوډاګیان مړه او ژوبل شوی دی .
بل خبر دا چې دیمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا د سعودی عربستان په جنوب کښې په نجران کښې په الواجب پوځی اډې د بدر یو(Badr-1) بلاسټیک توغندی برید وکړ .
دیمن پوځ وویل دغه بلاسټیک توغندی په نظر وړ هدف لګیدلی دی .
له دې مخکې هم د یمن پوځ او ولسی کمیټیو د سعودی عربستان په جنوب لویدیځ کښې په عسیر سیمه کښې په «علب» لارې کښې د سعودی عربستان د عسکرو په یوشمیر مرکزونو حملې وکړې او له کبله یې یوشمیر پوځی ګاډی تباه شول

شریک یي کړئ!