برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۴ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

سعودي عربستانن په شاهي کورنۍ کې پراخ اختلافات

آریانانیوز: دیورپوټ په اساس لويديځو رسنيو د سعودي په شاهي کورنۍ کې تازه اختلافاتو او لانجو په اړه بحثونه کړي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې لسګونه شهزادګان نيول شوي، خو د حکومت رسمي دريځ لا هم ګونګ دی
وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د سعودي شاهي ماڼۍ د سرچينو په حواله ليکلي، په شاهي واکمنې کورنۍ کې اختلافات په بې ساري توګه زيات شوي، چې له امله يې د پاچا سلمان ورور احمد بن عبدالعزيز، د هغه وراره او پخوانی وليعهد محمد بن نايف او بل ورور يې نواف بن نايف په شمول لسګونه چارواکي نيول شوي دي
ورځپاڼه زياتوي، د لسګونو شهزادګانو د نيول کېدو سربېره د کورنيو چارو وزير عبدالعزيز بن سعود بن نايف، د هغه پلار او د شرقي سيمو امير سعود بن نايف شاهي ماڼۍ ته د څېړنو لپاره ورغوښتل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي