برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سعودي درې ميليونه فلسطينيان له حج او عمرې منعه کوي

آریانانیوز: د برتانيې ميډل ايسټ ای ويب پاڼې ليکلي، چې سعودي عربستان له اسرائيلو سره د ګډې هوکړې له مخې پرېکړه کړې، چې شاوخوا درې ميليونه فلسطينيان له حج او عمرې منعه کړي.


ويب پاڼې زياته کړې، چې رياض به تر دې وروسته د فلسطيني حاجيانو او عمره کوونکو لپاره له اردن، لبنان، شرقي قدس او اسرائيلو څخه د ويزو ورکول بند کړي.
دغه ويب پاڼه وايي، چې له پنځو لکو زياتو فلسطينيانو په اردني پاسپورټونو له اسرائيلو د حج او عمرې سفرونه کول، چې تر دې وروسته به دغه سفر پر مخ وتړل شي.

ميډل ايسټ ای وايي، چې د سعودي د نوې تګلارې له امله به شاوخوا درې ميليونه فلسطينيان د حج او عمرې له سفره محروم شي او نور به نشي کولی، چې له اردن، فلسطين، لبنان او اسرائيلو مکې مکرمې ته سفر وکړي.
ويب پاڼې د يو شمېر فلسطينيانو له خولې ليکلي، چې د اردن اوقافو او مذهبي چارو وزارت دوی ته ويلي، چې د سعودي سفارت خبرداری ورکړی، چې د اردن په پاسپورټ دې فلسطينيان د حج او عمرې لپاره د ويزو غوښتنه نه کوي.
د اردن يوه حکومتي سرچينې وايي، چې د سعودي دا پرېکړه د فلسطينيانو د هويت د محوه کولو لپاره له اسرائيلو سره د هوکړې يوه برخه ده.
ميډل ايسټ د اردن د ډيپلوماټيکو سرچينو له قوله ليکلي، چې سعودي دا پرېکړه له اسرائيلو سره د ګډې هوکړې له مخې کړې، چې د فلسطينيانو هويت محوه کړي، په دې برخه کې يې پر اردن فشار راوړی، چې فلسطيني کډوال تر فشار لاندې وساتي، تر څو له اسرائيلو سره ښې اړيکې وغواړي او دا کار په فلسطين، اسرائيل مېشتو فلسطينيانو او لبنان کې هم کېدونکی دی خو د اردن حکومت په دې اړه د سعودي غوښتنه رد کړې ده.
د اردني پارلمان يو شمېر غړو د سعودي په دې غوښتنه حیرانيتا ښکاره کړې او ټينګار يې کړی، چې د حج او عمرې سفرونه د هر مسلمان حق دی او پرېکړه يې کړې، چې په دې اړه سعودي ته ځانګړی پلاوی ولېږي او له همدارنګه يې له پاچا سلمان بن عبدالعزيز څخه هم غوښتي، چې په دې موضوع کې مداخله وکړي.
د اردن پارلماني وکيلانو ويلي، چې له تېر يوه کال راهيسې يې داسې شکايتونه اورېدل، چې د اردن له دوو سوو زيات سياحتي شرکتونه فلسطينيانو ته د ويزو له ورکولو منعه شوي دي.
د اردن د پارلمان يوه غړي ويلي، چې په دې اړه يې په اردن کې د سعودي له سفير خالد بن فیصل څخه د رسمي ناستې غوښتنه کړې، خو تر اوسه يې سعودي سفير غوښتنه نه ده منلې او زياتوي، چې په دې موضوع کې اردن تر فشارونو لاندې دی.
د لبنان پلازمېنې بېروت کې هم د سعودي سفارت يوه ډيپلوماټ میډل ايسټ ای ته ويلي، چې د بهرنيو چارو وزارت په غوښتنه يې سياحتي شرکتونو ته خبر ورکړی، چې نور فلسطيني کډوال د حج او عمرې د ويزو غوښتنه نه شي کولی.
د سعودي په ګډون ډېری عربي هېوادونه له اسرائيلو سره ډيپلوماټيکې اړيکې نه لري او له تېرو دېرشو کلونو راهيسې ډېری فلسطينيانو د اردن په موقت پاسپورټ د حج او عمرې سفرونه کول.
په بېروت کې د فلسطين سفير اشرف دبور هم رسنيو ته ويلي، چې دوی ته هم په شفاهي توګه ويل شوي، چې فلسطيني کډوال سعودي ته د حج او عمرې لپاره نشي تلی، خو په دې اړه يې رسمي مکتوب نه دی ترلاسه کړی.
د عربي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې سعودي او اسرائيل هڅه کوي، چې د فلسطينيانو ملي هويت محوه کړي، اردن مېشتي فلسطيني کډوال د اردن تابعيت واخلي او د اسرائيلو تر اشغال لاندې فلسطينيا د اسرائيلو تابعيت واخلي او دې سره به د اسرائيلو او سعودي ترمنځ د سفر رسمي لارې هم پرانيستل شي، چې د اسرائيلي يرغل لاندې مسلمانان به د اسرائيلو په پاسپورټ سعودي ته سفر کوي.

شریک یي کړئ!