برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

زرګونو يمني مېرمنو د سعودي ائتلاف د حملو په خلاف مظاهرې

آریانانیوز: دالمسيره چېنل په نقل يمني مېرمنو د پلې کارډونو په اوچتولو سره د سعودي ائتلاف له حملو سره د مقابلې لپاره د خلقو د زيات شتون غوښتنه وکړه او د يمن له فوځي او ولسي ځواکونو څخه يې قدرونه وکړه.



د دغو مظاهرو په وروستۍ بيانيه کښې ګډون کونکو د يمن د خلقو په خلاف د سعودي ائتلاف د جنايتونو په وړاندې د نړيوالې ټولنې خاموشي وغندله او له خپل وطن څخه د د ملاتړ او د هغه د عزت او کرامت په ساتلو يې تاکيد وکړ.
د تېر زيارت په ورځ هم يمني مېرمنو د الحديده د جنوب په التحيتا سيمه کښې د سعودي ائتلاف د ځواکونو لخوا د اتو ښځو د تښتولو په غندنه کښې په صنعا ښار کښې د ملګرو ملتو د دفتر په وړاندې احتجاجي غونډه وکړه.

شریک یي کړئ!