برخه -څانګه : politics, social, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

زرګونو محصیلینو اعتراضونو په آمریکاکی دسپینې ماڼۍچارواکی لالهانده کړی دی

د امریکا دسپیڼې ماڼۍ په وړاندې هم دامریکا په سلګونوم محصیلینو په غونډیدو سره په دغه هیواد کې د تاؤتریخوالو په زیاتیدا او دوسلو په ګرځولو په اعتراض کې مظاهره کړې ده.


راپور ښئ دغه مظاهره په داسې حال کې ترسره شوی ، چې د امریکا زیاتره ښارونه پرون جمعې ورځې په دغه هیواد کې د وسلو دپیر پلور د آزادۍ دکنټرولولو دغوښتنې او وسلوالو تاؤتریخوالو د قربانیانو په یاد کې د دغه هیواد د ښونځیو اوپوهنتونونو د محصیلینو اوزده کونکو له خوا سترې اعتراضیه مظاهرې شوی دی.
امریکا د تاؤتریخوالو ، برمتګرۍ ا و وسلوالو حملو له نه ختمیدونکی څپې سره لاس اوګریوان شوې ده .
د امریکا په بیلابیلو سیمو کې د ډزو له امله په کال کې په لسګونو زره خلکو ته مرګ ژوبلې اوړی . د رسمی راپورونو په اساس، په امریکا کې له کابو دوه سوه اویا میلیونو تر درې سوه میلیونو پورې ګرمې وسلې موجودې دی ، یعنی په دغه هیواد کې د هر کس په سر یوه وسله موجوده ده چې د دغه هیواد خلک ئې تر پوزې راوستی دی او دا دامریکا واکوالان دی چې د وسلو دپیر پلور د لابیو دنفوذ له امله ئې تر دې دمه دوسلو دپیر پلو ر او ګرځولو دآزادۍ د کنټرولولو په باب هیڅ ډول قانون نه د ی پلان کړی او امریکایان ئې د وسلو دپیرپلور او ګرځونکو په رحم وکرم پریښودلی دی .

شریک یي کړئ!