آریانانیوز: د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو ا ړونده مسئولانو پرون د تعز ولایت په الوازعیه سیمې کې د سعودی تیریګر ائیتلاف پر مورچلو د توغندوی او ډرون الوتکو دیونټونو په ګډو عملیاتو کې درندۀ ګوزارونه کړی او وئیل کیږی چې په دغو عملیاتو کې تیریګرو ته درندې مرګ ژوبلې اړولی دی .
همداراز د یمن دپوځ د ډرون الوتکو او دتوپونو یونټ هم په البیضا ولایت کې په قانیې سیمې کې دسعودی تیریګرو پر مورچلو حملې کړی ، چې دهغوی زیات شمیر پوځی ګاډی او تجهیزات ئې تباه کړی او دغه راز ئې په لسګونو تیریګر پیّلی ماموران هم هلاک کړی دی ، البته د دقیق شمیر په باب ئې څه نه دی وئیل شوی .