برخه -څانګه : security, world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۵ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د یمن سترې سیاسي شورا د سعودي ائتلاف د اوربند د نه مراعاتولو له امله نیوکه وکړه

د یمن ستری سیاسی شورا په یوه بیانیه کی اعلان وکړ چی د ترهه ګرو ائتلاف له خوا د اوربند د موافقې د احکامو نه مراعات کول هغه منفی نښه ده چې د اوربند د غځولو لپاره هیڅ ځای نه پریږدی.


په دغه بیانیه کې ویل شوي چې د الحوبان د لارې بیا پرانستل له تعز ښار څخه د وسله والو ملېشو وتلو ته اړتیا لري هغه څه چې مخالف اړخ یې ردوي.

د المیادین شبکې د راپور له مخې، د یمن سترې سیاسی شورا هم ټینګار کړی، موږ د تعز د لارو د یو طرفه خلاصولو په اړه غور کوو او هېڅکله به ونه منو چې د تیریګر ائتلاف له لجاجتو  سره سره  د یمن خلک د لوی اختر په ورځو کې له ستونزو سره مخ شی.

په بیانیه کې همداراز راغلي دي چې په راتلونکي کې د سولې د بهیر اساس به د تیري په پای ته رسولو، د صنعا د هوايي ډګر او حدیده بندر په شمول د یمن د محاصرې د ختمولو او د تیلو او ګازو له وارداتو څخه د کارګرانو د معاشونو په ورکولو باندې ولاړ وي.

د یمن عالي سیاسي شورا زیاته کړه چې د هر هغه عملي او حقیقي وړاندیز هرکلی کوي چې د یمنیانو د درد او کړاو په کمولو کې مرسته وکړي، د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د غړو هیوادونو لپاره د تیلو د پلور انحصار مات کړي او په ټیټه بیه نفتي محصولات د ښاریانو لپاره چمتو کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي