برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د یمن دماشومانوپه ضد دعربستان سعودی تاؤتریخوالی

آریانانیوز: دملګروملتو دماشومانو بسپنې (یونیسف)  بیګا  په یوې اعلامیې کې  د یمن په  لویدیځ کې  د الحدیده ولایت په  جنوب  کې په الدریهمی ولسوالۍ کې  د آل سعود رژیم د نوی جنایت په غبرګون کې  وئیلی دی ،  دیمن  د بې ګناه ماشومانو په ضد د سعودی عربستان تاؤتریخوالی بلاخره کله ختمیږی؟


راپورښئ  په دغې اعلامیې کې د  سعودی عربستان دغه وروستی جنایت هم محکوم شوی او وئیل شوی دی ،  په یمن د سعودی عربستان د یرغلونو اصلی قربانیان بې څوکه اومظلوم ماشومان دی.
دسعودی عربستان جنګی الوتکو وړمه ورځ  دیمن  د الحدیده ولایت   د الدریهمی ولسوالۍ په شاوخوا کې  په الکوعی سیمې کې د یمنوالو  کډوالو  په دوو ګاډو بمباری وکړه ، چې له امله ئې    په دغه جنایت کې هم   ۲۷ماشومان  او دوې ښځې  ووژل شوې.
د اګست په نهمه نیټه  هم د آل سعود رژیم  جنګی الوتکو  د یمن دصعده ولایت  په ضحیان ښار کې  دیمن د ښونځیو  دماشومانو پر بس  بمباری کړې وه ، چې  له امله ئې ۵۵ماشومان  وژل شوی او  نور ۷۷کسان پکې ټپیان شوی وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي