برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د یمني ماشومانو په یو بس باندې د سعودي ائتلاف ځواکونو د هوايي برید

آریانانیوز: د یمن روغتیا وزارت دراپورله مخی بیګا د یمني ماشومانو په وړونکي بس باندې د سعودي ائتلاف د جنګي الوتکو په بمبارۍ کښې ۵۰ ماشومان وژل شوي او ۷۷ نور زخمي شوي دي.


د انصار ا… غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام په یمن کښې د عربستان او د هغه د انډیوالانو د دې نوي جنایت په غبرګون کښې وویل: تیري ګر د دې جنایتونو په توجیه کولو سره د خپلې پستۍ او حقارت اوج څرګندوي.
د انصار ا… سیاسي دفتر هم د یوې بیانیې په خپرولو سره دغه حمله سخته وغندله.
اخوا د لنبان حزب ا… هم په یمن کښې د سعودي تیري ګرو لخوا رامینځته شوې وژله په کلکه غندلې او په یوه خبرپاڼه کښې یې ویلي دي: سعودي امریکايي تیري ګرو په یمن کښې د خپلو پوځي ماتو او ناکامیو د پټولو لپاره د ملکي خلکو او ماشومانو وژلو ته مخه کړې ده.
همداشان د ایران د خارجه وزارت ویاند بهرام قاسمي د یمن په صعده ولایت کښې د زده کونکو ماشومانو د وړونکي بس په هدف ګرځولو کښې د سعودي تیري ګرو پرونۍ جنایت په سختو ټکیو وغنده.
له بلې خوا د یمن د انقلاب د عالي شورا مشر په یوه خبرپاڼه کښې د سعودي تیري ګر ائتلاف د پروني جنایت په غندلو سره ټینګار وکړ چې امریکا او بریتانیا د دغه جنایت اصلي مسببان دي.
د محمد علي الحوثي په خبرپاڼه کښې راغلي دي: مونږ امریکا او بریتانیا د صعده ولایت د پروني جنایت او د ټولو هغو جنایتونو ذمه وار ګڼو چې سعودي ائتلاف یې د هغوي د وسلو په کارولو سره په یمن کښې ترسره کوي.
هغه زیاته کړه چې د یمن د خلکو خلاف د ترسره شویو جنایتونو په هکله د تحقیق لپاره د نړیوالو حقیقت لټونکو کمیټو له جوړیدو سره د امریکې او بریتانیې مخالفت د ملګرو ملتو او امنیت شورا سپکاوی دی.
محمد علي الحوثي زیاته کړه: د دې جنایت په وړاندې د عرب اتحادیې او د اسلامي ملګرتیا سازمان چپتیا هم د یمني ولس د وینې په تویولو کښې د هغوي د عملي ګډون نښه ده.
هغه وویل چې د یمن پوځ او ولسي ځواکونه به د بیګناه یمنیانو او ماشومانو د وینې بدل اخلي او د یمن د ولس مقاومت او پایداري به له نیواکګرو او د هغوي له لاسپوڅو سره په مقابله کښې ډیره زر بریالی شي.

شریک یي کړئ!