برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کورونا په لړ کښې د نورو د ملامتولو په هکله امریکې ته خبرداری

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د چین د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې که امریکا د کورونا وایرس په کنټرولولو کښې د بیجنګ د هلوځلو خلاف کوم ګام پورته کړي نو دا به دوه اړخیزې سوداګري موافقې ته تاوان ورسوي.
د یو خبري آژانس د خبر له مخې وانګ يي بیګا د جرمني د میونخ د امنیتي غونډې ترڅنګ وویل: واشنګټن ستونزه جوړه کړې ده او د چین او امریکې ترمینځ د سفرونه مخه نیسي او دا کار د دواړو لورو د ابتدايي تجارتي موافقې د اجرا لپاره یولړ مشکلات رامینځته کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر امریکې ته په خبرداري کښې څرګنده کړه چې واشنګټن حق نه لري له کورونا وایرس سره د مقابلې په پلمه داسې تابیاوې وکړي چې مسافرت، سیاحت او تجارت محدود او له خطر سره مخامخ کړي.
وانګ یي وویل: کورونا د چین لپاره یو ستر چیلنج دی خو دا هیواد یې د خورویدو د مخنیوي هڅه کوي او په دې لړ کښې یې ډیرې کامیابۍ هم ترلاسه کړې دي.
د ویلو ده چې امریکا له هغو وړومبنیو هیوادونو وه چې د کورونا ناروغۍ له راڅرګندیدو وروسته یې خپل هیواد ته د چیني ښاریزو ورتګ محدود کړ.
د چین د روغتیا وزارت د وروستیو احصائیو له مخې په دغه هیواد کښې د کورونا له امله د مړو شمیر ۱ زر او ۵ سوه ۲۳ کسانو ته او په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۶۶ زره او ۴ سوه ۹۲ تنو ته رسیدلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي