برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ مرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د کشمير په پوله د هند او پاکستان ترمنځ نښتې

آریانانیوز: د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر د پولو په اوږدو کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په پایله کې ، اوه تنه ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي ….
په دې اساس، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په پاکستان کې دننه د سرحدي کنټرول لاین ته څېرمه استوګنې سیمې د هندي ځواکونو لخوا په نښه شوي .
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر یوه اعلامیه خپره کړې: یو کشمیری وګړی وژل شوی او شپږ نور سخت ټپیان شوي کله چې د هند سرحدي ساتونکو د چهارشنبې په داغ بهار کې د سرحدي پوستې په اوږدو کې د استوګنې پر سیمو ډزې وکړې.
د پاکستان اردو زیاته کړه: “پاکستاني ځواکونو دې بریدونو ته پرېکنده غبرګون وښود او د هند لوري دریځونه یې په نښه کړل.”
د پاکستان د اردو عامه اړیکو ویلي چې د هندي سرحدي ساتونکو د عیسوي کال له پیل راهیسې تر 1877 ځله د اوربند له 2003تړون څخه سرغړونه کړې ، په پایله کښې15 پاکستانیان یې وژلي او تر 144 نور یې ټپیان کړي دي.

شریک یي کړئ!