برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د چیني چارواکو سره د پاکستان د وزیراعظم ملاقات

آریانانیوز: د پاکستان وزیراعظم عمران خان په بیجنګ کښې د چین له ولسمشر شي جي پینګ سره په کتنه کښې د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا باندې د ټینګار په ترڅ کښې، اسلام آباد ته د بیجنګ د شپږ میلیارډ ډالري پیکج د ورکړې په هکله خبرې اترې وکړې.


ټاکل شوې چې چین اسلام آباد ته خپل د شپږ میلیارډ ډالرو نوی پيکج چې یو نیم میلیارډ ډالر پکښې نغدې، یو نیم میلیارډ پکښې د اوږدمهاله قسطونو پور او درې میلیارډ ډالر پکښې د چین-پاکستان د اقتصادي کوریډور (د سي پیک منصوبې) په لړ کښې ورکړي.
د پاکستان وزیراعظم چې کابو دوه میاشتې مخکښې یې د پاکستان د چارو واګې په لاس کښې واخیستلې وايي چې د هیواد ګډوډ اقتصاد ورته پاتې دی او د ژغورلې هڅه یې کوي. دا په داسې حال کښې دي چې په پاکستان کښې سیاسي ټولنې د دې موضوع څرګندول، د اسلام آباد له حکومت سره د مرستو په بدل کښې د ضروري امتیازاتو د اخیستو لپاره د ځینو هیوادونو لخوا یو فرصت ګڼي. له عربستانه د ۱۲ میلیارډ ډالرو په ترلاسه کولو د پاکستان د ځینو ګوندونو سخته نیوکه او سود خورۍ ته د پاکستان د اقتصاد په ټیل وهلو د عمران خان تورنیدل په همدې لړ کښې د پام وړ دي. چین د پاکستان د تیر حکومت له وختو څخه د دواړو هیوادونو د اقتصادي کوریډور او د پاکستان له ګوادر بندره د استفادې طرحه او د هغه د اجرا بهیر اجرا کړی او په دې طرحو کښې یې د ۵۴ میلیارډه ډالرو د پانګونې ژمنه کړې ده.

په کابل کښې د سیاسي چارو کارپوه عبداللطیف نظري وايي: د جوړیدو په حال کښې سیمه ایزو بلاکونو د هیوادونو سیاسي دریځونه ترتاثیر لاندې راوستې دي او له پاکستان سره د چین د غږملتیا او د افغانستان په شمول سیمه ایزو مسائلو کښې د پاکستان د سیاست تائيدول یې زیاتره د هغه ملاتړ په وجه دي چې امریکا یې د چین او پاکستان له سیال یعنې هندوستان څخه کوي او کوشش کوي چې په آسیا کښې د هند موقعیت لاپياوړی شي د چین لپاره هم یو جدي سیال وګرځي او چین په آسیا کښې یوازنۍ اغیزشیندونکی او مهم قدرت ونه وسي.
د پاکستان له اقتصاد سره د مرستې لپاره د چین د شپږ میلیارډ ډالري پیکج بیلیدل چې بیجنګ ته د عمران خان په سفر کښې مطرح شول، له هرڅه زیات د اسلام آباد د حکومت لخوا د چین او پاکستان د اقتصادي کوریډور په طرحې کښې د عربستان په شمول د نورو هیوادونو د ګډون له موضوع د بیجنګ حکومت د اندیښنې بیانونکې دي. د ویلو ده چې عربستان ته د پاکستان د وزیراعظم عمران خان له وروستي سفر نه پس د چین او پاکستان په اقتصادي کوریډور کښې د دغه هیواد د شاملولو موضوع مطرح شوه خو په چین کښې اقتصادي ټولنو د هغه په ردولو سره په دغه طرحه کښې د عربستان د ګډون د پائيلو په هکله اندیښنه څرګنده کړه.
چین او پاکستان په دې وروستیو کلونو کښې په مختلفو برخو کښې خپلې اړیکې پراخې کړې دي او د بیجنګ حکومت د اسلام آباد په شمول د سیمې بدلونونه هم د اسلام آباد له دریچې ویني. د چین حکومت چې په دې وروستیو کلونو کښې یې په افغانستان کښې خپل اقتصادي شتون پياوړی کړی، غواړي چې د دغه هیواد د صلحې په بهیر کښې په ونډې اخیستو سره په افغانستنا کښې هم پوره سیاسي شتون ولري.
د پاکستان پخواني خارجه وزیر خواجه محمد آصف وویل؛ پر پاکستان د امریکې د دباؤنو له زیاتیدو وروسته د اسلام آباد سیاستونه د بیجنګ او ماسکو په لور تاؤ شوي دي او د پاکستان حکومت د چین او روسیې له مرستو برخمنیدو ته هیله من دی.
دا چې چین به تر کوم حده وتوانیږي چې د پاکستان په مرستې کونې سره د افغانستان د بدلونونو په بهیر جدي اغیزه وکړي، په افغانستان کښې د اسلام آباد له سیاستونو او پروګرامونو د بیجنګ د حکومت په اخیستون او ارزیابۍ پورې اړه لري. خو هغه څه چې په سیمه کښې د سیاسي ټولنو له نظره د پام وړ دي دا دي چې د افغانستان مسئله او له پاکستان سره د چین اقتصادي کوریډور په راتلونکي کښې د اسلام آباد او بیجنګ ترمینځ په یوې معاملې بدلیدی شي. دا په دې معنا دي چې چین د افغانستان په بدلونونو باندې په سترګو پټولو سره په سیمه کښې خپل اقتصادي شتون نه شي تعقیبولی. او دا هغه موضوع ده چې د افغانستان د حکومت له نظره پاکستان د دغه هیواد د کړکیچ د هواري لپآره تراوسه هیڅ نه دي کړي او په افغانستان کښې کړکیچ او ناامني همهغه شان دوام لري او لا په زیاتیدو ده.

شریک یي کړئ!