برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳ مرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د پاکستان په باجوړ کې د ځانمرګي برید مسوولیت داعش په غاړه واخیسته

د راپورونو له مخې، داعش ترهګرې ډلې د خیبر پښتونخوا ایالت په باجوړ سیمه کې پر یوې سیاسي غونډې د ځانمرګي برید مسوولیت منلی چې له امله یې تر پنځوسو زیات کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.


په داعش ډلې پورې تړلې اعماق خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د جولای په ۳۱ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه خبر اعلان کړ.

دغې ډلې ځانمرګی بریدګر عبدالله مهاجر نومولی دی.

بلخوا پاکستاني پولیسو هم ویلي چې د دې برید تر شا د داعش لاس دی.

دا د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې لومړی ځانمرګی برید دی چې داعش خراسان یې مسوولیت پر غاړه اخلي.

د يادونې وړ ده، چې د خيبر پښتونخوا ايالت په باجوړ سيمه کې د پاکستان د جمعيت علما پر يوه غونډه د شوي بريد د قربانيانو شمېر تر ٥٠ تنو اوښتى او تر ٢٠٠ زيات ټپيان دي.

داعش تر دې مخکې د پاکستان پرجمعیت علمای اسلام د منافقت او د دښمن حکومتونو او پوځ په ملاتړ تورنه کړې وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي