برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۵ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پاکستان پرضد دسرجیکل برید

آریانانیوز: د هندوستان د پوځ مشر بپن راوت(General Bipin Rawat) وویل د پاکستان پرضد دیوې بلې حملې ضرورت شته.


هغه وویل پاکستان او هند دوه (۲)ګاونډی هیوادونه دی او مونږ په سیمه کښې امنیت غواړو او که چیرې پاکستان په سیمه کښې امنیت غواړی نو باید نور ډیر اقدامات ترسره کړی .
د هندوستان د پوځ مشر بپن راوت وویل که چیرې پاکستان د ترهګرو پرضد اقدامات نه کوی نو په سیمه کښې امنیت نه ټینګیږی .
هغه وویل د ترهګرو د سرپرستۍ کولو په وجه د پاکستان پرضد د یوې سرجیکل حملې ضرورت شته او دغه کار به زر ترسره شی .
هند له تیرو څو کلونو راهسې دپاکستان پرضد ډول ډول تورونه لګوی او وایی چې پاکستان د ترهګرو ډلو اصلی ملاتړی هیواد دی خو اسلام اباد د نوی ډیلی تورونه په کلکه ردوی .

شریک یي کړئ!