برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۸ اردیبهشت , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د پاکستان ولسمشر په غزه کې د اسرایلو یرغل په اړه غبرګون وښود

آریانانیوز: د پاکستان ولسمشر عارف علوي په غزه کې پر بې دفاع خلکو د اسراییلو بریدونه یو وحشیانه یرغل وباله…


هغه په خپل ټویټر حساب کې لیکلي ، پدې ورځو کې په غزې کې څه پیښیږي یوازې شخړه نه بلکې قتل عام دی. هغه خلک چې په خپل ځمکه کې د خپل ژوند لپاره جنګېږي کوم چې له دوی څخه غلا شوي دي.
علوي زیاته کړه: بې له شکه ، یوه ورځ به یو ازاد فلسطین څرګند شي.

له بلې خوا ، د پاکستان او مصر چارواکو موافقه وکړه چې په فلسطین کې د کړکیچونو حلولو ته ترټولو لوړ لومړیتوب ورکړي.

دغه موافقه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د هغه د مصري سیال سمیع حسن شکري تر منځ د تلیفوني خبرو پر مهال وشوه.

د تلیفوني خبرو په جریان کې ، دواړو لورو د غزې او فلسطین په روانو حالاتو خبرې وکړې.

شریک یي کړئ!