برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د پاکستان هوایي چلند ادارې لخوادیوخبرردول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د پاکستان د ملکي هوایي چلند ادارې هغه خبره رد کړه چې د دغه هېواد پیلوټان په جعلي اسنادو مقرر شوي دي. ددې ادارې رییس حسن ناصر جامي ولي چې د پاکستان د ټولو پیلوټانو جوازونه سم دي او په کومو چې شک شوی تر څېړنو لاندې نیول شوي
په ورته مهال ددغه د پیلوټانو د اتحادیې لخوا هم ددې خبره پخلی شوی او ویلي دي چې د ټولو پیلوټانو اسناد سم دي او ټول مسلکي خلک دي
دوی دا خبره داسې مهال کوي چې د تېرې جون میاشتې په ۲۴مه د پاکستان د هوایي چلند وزیر غلام سرور خان پارلمان ته د وینا پرمهال ویلي و چې له ۸۶۰پیلوټانو څخه د ۲۶۲تنو اسناد مشکوک دي چې وروسته بیا ۲۸پیلوټان له دندو لیرې کړای شول
له دغو څرګندونو وروسته امریکا او اروپایي هېوادونو پرېکړه وکړه چې د پاکستان پیلوتانو په پروازونو بندیزونه ولګوي او همغه چې تر اوسه پر دوی دا بیدیز لګېدلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي