برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پاکستان علماو او خلقو د امريکې او د هغې د اتحاديانو فوځي حملې په سوری سخت وغندل

د یورپوټ له مخې په دغه مظاهره کښې چې د راولپنډۍ د پرېس کلب مخې ته وشوه ګډون کونکو په سوريې د امريکې او د هغې د نورو لويديځو انډيوالانو حمله د بشري حقوقو او نړيوالو قوانينو خلاف ورزي وبلله او دغه اقدام يې سخت وغندۀ.


همدارنګ د پاکستان مسيحيانو هم په سيمه کښې د امريکې د جنايتونو په غندلو سره په سيمه کښې د دغه هېواد د تېريو او حملو د بندولو غوښتنه وکړه.
په راولپنډۍ ښار کښې په پرونۍ غونډه کښې د پاکستان د ملي يکجهتي کونسل عمومي سېکتر ثاقب اکبر ، د راولپنډۍ علماو مولانا حافظ محمد اقبال رضوي، قاضي محمد ظهور الهي او د دغه ښار د مسيحيانو د انجمن مشر سهيل حيات ګډون وکړ.
د امريکې په خلاف د پاکستان د خلقو د مظاهرو نوې څپه چې دوه ورځې مخکې په دغه هېواد کښې شروع شوې ده هم هغه د پاکستان په نورو ښارونو کښې هم دوام لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي