برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټرمپ امنیتي سلاکار «ماک ماسټر» استعفا ورکړه

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار ماک ماسټر له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه.



د ولسمشر په توګه د ټرمپ د انتخاب وروسته ماک ماسټر په سپینه ماڼۍ کې هغه جګپوړی چارواکی وو چې نوموړی یې په افغانستان کې جګړې زیاتولو ته وهڅاوه او د اضافي ځواکونو ټینګار یې وکړ.
درې ستوري لرونکی جنرال ماک ماسټر چې په افغانستان کې يې د امریکايي ځواکونو د مشر قومندان په حیث دنده تر سره کړې، په سپينه ماڼۍ کې تر ټاکل کېدو وروسته یې ټرمپ ته قناعت ورکړ چې د افغانستان او جنوبي اسیا د هیوادونو په اړه نوې ستراتیژې جوړه کړي چې تر ډېره په افغانستان کې د جګړې او بمباریو تیزولو، اضافي ځواکونو را لیږلو او نویو ملیشو جوړول یې د سر ټکي وه.
د تیرو څو اونیو راهیسي د نوموړي په اړه راپورونه ورکول کېدل چې د ولسمشر ټرمپ سره یې اړیکې کړکیچنې دي او تمه کېده چې هغه به له سپينې ماڼۍ څخه وشړل شي.
ټرمپ ته ځیني داسي ویناوي هم منسوب شوي وې چې د ماک ماسټر د شخصیت په اړه یې ناخوښي څرګنده کړې او د اضافي ځواکونو پر ډېر ټینګار یې ویلي چې غواړي نوموړی هم د اضافي ځواکونو سره یو ځای افغانستان ته ولیږي.

د ماک ماسټر پر ځای نوی امنیتي سلاکار:
ټاکل شوې چې د راتلونکي میاشتې مارچ پر ۱۹مه نیټه «جان بولټن» د نوې امنیتي سلاکار په حیث رسما پر دنده وګمارل شي.

نوموړی چې د جورج بوش د ولسمشرۍ پر مهال په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر وو، په اړه یې ویل کیږي چې ښې لاسی سخت دریځی دی، پر هغه تور دی چې د عراق پر ضد دجګړې د کلکو ملاتړو څخه وو او د عراق د اټومي وسلو د راپورونو په تزویر کې یې لاس درلود.
امریکا د جورج ډبلیو بوش په وخت کې پر عراق د اتومي وسلو په بهانه برید وکړ خو وروسته هیڅ داسي دلیل ونه موندل شو چې عراق دي اتومي وسله لرلې وي.
نوموړي ته په منسوبو ویناو کې راغلي چې هغه په کال ۱۹۹۴ کې ویلي: «ملګري ملتونه وجود نه لري، بلکې یوه نړیواله ټولنه شتون لري چې مشري يې په نړۍ کې یوازینی لوی قوت امریکا کوي، ځکه نو چې هر چیرته د امریکا ګټې وي، نوره نړۍ به مجبورا د امریکا سره ګامونه اوچتوي».
د الجزیرې د راپور سره سم جان بولټن په امریکا کې په پراخه کچه سخت دریځی او متوحش انسان بلل کیږي چې د امریکا په مقابل کې هیڅ یوه بل هیواد ته په احترام نه دی قایل، په سپینه ماڼۍ او د امریکا په کابینه کې د وروستیو بدلونونو سربېره د ملي امنیت د سلاکار په توګه د هغه ټاکنه د امریکا حکومت نور هم د تعصب او سخت دریځی پر لور بیايي.

شریک یي کړئ!