برخه -څانګه : accidents, social, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې کاربندیز

د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر خلکو په دغې سیمې کښې د هندي ځواکونو په برید کښې د څه باندې لسو کسانو په وژل کیدو باندې په اعتراض کښې پرون یوځل بیا له کاره لاس اخیستی دی.


د دغه کاربندیز له امله په کشمیر کښې ټول دکانونه، سوداګریز مرکزونه، بازارونه او همداشان ښوونیز مرکزونه تړل شوي او د موبایل او انټرنیټ سروس هم بند شوی دی.
دې کاربندیز د کشمیر سیمې د خلکو ژوند سخت ګډوډ کړی دی.
پرون د کشمیر په شوپیان سیمه کښې د هندوستان د وزیراعظم نریندر مودي د حکومت خلاف د خلکو په مظاهرو او له هندي ځواکونو سره یې په نښته کښې لس کشمیریان وژل شوي او ۱۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
د کشمیر حریت کانفرنس له مشرانو څخه سید علي شاه ګیلاني، محمد یاسین ملک او میرواعظ عمرفاروق د عمومي کاربندیز د اعلانولو په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې د هندوستان حکومت د دباؤ او زور په کارولو سره غواړي د کشمیر خلک وځپي خو هیڅکله به بریالی نه شي.
کلونه وشول چې هندوستان د زرګونو پوځیانو په دیره کولو سره د کشمیر ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي او په دریو لسیزو کښې یې ۶۸ زره کسان وژلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي