برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د هندوستان د سینیټ پرمسلمانانو ضده لایحې باندې اعتراضونه

آریانانیوز: درویټرز خبري آژانس درپورله مخی د هندوستان د جامیا میلیا اسلامي پوهنتون سلګونو محصلینو پرون د مسلمانانو خلاف د دغې لایحې په تصویبیدو باندې په اعتراض کښې د نوې ډیلي په سړکونو مظاهرې وکړې.دغه مظاهرې د هندوستان د پولیسو په دخالت سره په نښتې بدلې شوې.اوهندي پولیسو د محصلینو د تیت پرک کولو لپاره اوښلن ګیس وکاروه.
د یادونی وړده چې د هندوستان سینیټ تیره چارشنبه له ګاونډیو هیوادونو ورغلو غیرمسلمان لږکیو ته د ښاریزتوب د ورکړې لایحه تصویب کړه.
د دغې لایحې له مخې چې اوس په قانون بدله شوې ده، هغو کډوالو ته چې د بنګله دیش، پاکستان او افغانستان په شمول له ګاونډي هیوادونو څخه هندوستان ته کډه کولو او تیښتې ته مجبوریږي، د هندوستان تابعیت او د ښاریزتوب حق ورته ورکول کیږي خو په کښې مسلمانان نه شاملیږي.
ملګرو ملتو هم د هندوستان د دې اقدام په غبرګون کښې ویلې دي چې دا یوه توکمپاله طرحه ده او پکار دي چې بیاځلې پرې غور وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي