برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۲ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د هالووین پر پارټۍ وسله وال برید

آریانانیوز: د امریکا په شمالي کالیفورونیا ایالت کې د کالج د زده کوونکو لخوا جوړه شوې د هالووین په پارټۍ د وسله وال برید له امله لږ تر لږه ۴ تنه مړه او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي
ویل کیږي پیښه د شپې په ناوخته ساعتونو کې د اوریندا په سیمه کې رامنځته شوې ده
د سیمې د پولیسو مشر د پيښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې پدې پيښه کې تر اوسه پورې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ګن شمیر نور ټپيان دي
د پولیسو مشر ویلي دي چې د پیښې په اړه لا زیات معلومات په لاس کې نشته. پولیس د پيښې ځای ته رسیدلي دي او د برید په اړه يي تحقیقات پیل کړي دي
د بله پلوه د سیمې عینې شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا پيښه د کالج د زده کوونکو لخوا د هالووین پارټۍ په خاطر په کرا شوي یو کور کې رامنځته شوې ده
پیښه د شپې په ۱۱ بجو او ۴۵ دقیقو رامنځته شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي