برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د مولانا فضل الرّحمن د ترور احتمال

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د پاکستان استخباراتی ادارو د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې د مشر مولانافضل الرّحمن د ترور د احتمال په باب خبرداری ورکړی .
دپاکستان استخباراتی ادارو دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی ، دهندوستان پشمول دځینو پرَدیو استخباراتی ادارې او همداراز افراطی ډلې هڅه کوی ،فضل الرحمن ترور کړی او د پاکستان حالات ترینګلی وبریښوی .
د پآکستان امنیتی ادارو پر مولانا فضل الرحمن غږ کړی ، امنیتی تابیاوې دې لازیاتې رعایت کړی څو د ترور په شیشت کې ورنشی .
دا خبرداری په داسې حال کې دی چې د مولانا صیب پلویانو د آزادۍ مارچ په دوام کې نن سهار له کراچۍ د ملتان له لارې او له بیلابیلو ښارونو تیریدا وروسته لاهور ته رسیدلی او د لاهور په مینار پاکستان ستر میدان کې سره غونډ شوی دی او دغه ستر لاریون به سبا اسلام اباد ته داخلیږی . وئیل کیږی ، چې د پاکستان له نورو سیمو هم د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ او د اپوزیشن لوری دپلویان د سترو لاریونونو په ټولیو کې د اسلام اباد په لور خوځیدلی او سبا به اسلام اباد ته داخل شی . دپاکستان حکومت او اپوزیشن لوری د لاریون دغونډې د ځای په باب سره موافقه کړې ده او وئیل شوی که د لاریون ګډونکونکو د موافقې خلاف ورزی وکړی ،نو د پولیسو اوا منیتی مامورانو له ډنډو او اوښلن ګیس سره به مخامخ او د زندانونو په لارو به روان شی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي