برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ملګرو ملتو پر ناعادلانه کړچارباندی د شمالي کوریا نیوکه

آریانانیوز: د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د ملګرو ملتو په شمول نړیواله ټولنه داسې پریکړه لیکونه تصویبوي چې د پياوړو او قدرتمندو هیوادونو د ګټو په لړ کښې دي.


د شمالي کوریا خارجه وزارت د هغو (قربانیانو) خلاف د بندیز لګولو په وجه د ملګرو ملتو په چارواکو باندې په نیوکې سره چې د جنایتکارانو په وړاندې ودریدلي دي، وویل: دا ډول بندیزونه د هیوادونو د حاکمیت د حق جدي خلاف ورزي ده او پيونګ یانګ به ورسره پریکنده مقابله وکړي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت په بیانیه کښې هم داشان ټینګار شوی چې دفاعي توانمنۍ، نړیوال انصاف او عدالت ته د رسیدو په موخه ترټولو ډاډمنې دفاعي توانمنۍ دي.

شریک یي کړئ!