برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ملګري ملتونه او جاپان: پر شمالي کوریا بندیزونه دې پر ځای وي

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو سرمنشۍ انتونیو ګوتیرش او د جاپان صدراعظم شینزو ابې نن چهارشنبه موافقه وکړه چې د شمالي کوریا پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه دې پر ځای وي.


انتونیو ګوتیرش نن د جاپان په پلازمینه توکیو کې له ښاغلي ابې سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل دا کار د دې لپاره کوي چې پیونګیانګ د اټمي وسلې د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات وکړي:
“زه د امریکا او شمالي کوریا تر منځ د تر سره شویو خبرو پوره ملاتړ کوم، هدف مو دا دی چې موږ ټوله د اټمي وسلې د له منځه وړلو په برخه کې یو داسي نه بدلیدونکی او د تایید وړ تړون شاهد اوسو چې ډاډ راکړي چې شمالي کوریا کولی شي په دې سیمه کې د نړیوالې ټولني یو عادی غړی وي.”
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د روان کال په جون میاشت کې په سنګاپور کې سره ولیدل او موافقه وشوه چې شمالي کوریا به خپله اټمي وسله له منځه وړي.
ښاغلي ګوتیرش تر دې وړاندې ویلي وو که چېري ترې وغوښتل شي نو ملګري ملتونه اټمې وسلې د له منځه وړلو د خبرو اترو او څارني په برخه کې مرستې ته آماده دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي به سبا پنجشنبه په ناګاسا کې کې په هغو مراسمو کې ګډون وکړي چې د امریکا له لوري د جاپان په دغه جنوب لوېدیځ ښار کې د اټمي بم د استعمال د ۷۳ کال د لمانځلو په مناسبت جوړېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي