برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۹ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ملګرو ملتو اداره د يمن د بحران د هواري اړه بې وسه ده

د يمن د انصارالله غورځنګ د سياسي شورا غړي سليم المغلس نن له العالم چېنل سره په مرکه کښې په يمن کښې د ملګرو ملتو له استازي مارټين ګريفېټس څخه د يمن د حکومت او خلقو نااميدۍ ته په اشارې سره وويل، تر هغه وخته چې امريکه او برطانيه د خپلو طمو د پوره کېدو په لړ کښې په يمني سواحلو او د سمندري لارو باندې د تيري کوشش کوي د الحُديده د حالت په اړه بيا موافقې ته نه شي رسېدې.
دغه يمني چارواکي زياته کړه، د تيري ګرو د تېريو بندول او د ظالمانه محاصرې ختمول یوازې د يمن د خلقو د مقاومت له لارې امکان لري. سليم المغلس د يمن د خپلواکۍ او حاکميت په ساتنه باندې په تاکيد سره وويل، سعودي تيري ګر او د هغوي ګوډاګيان د خلقو د ارادې په وړاندې له تسلميدو نه بغېر څه چاره نه لري.
په يمن کښې د ملګرو ملتو استازے مارټين ګريفېټس د تېر ايتوار په ورځ صنعا ته لاړ او د يمن د ملي نجات له حکومتي چارواکو سره يې کتنه او خبرې اترې وکړې.
صنعا ته د مارټين ګريفېټس بيا بيا سفرونه په داسې حال کښې ترسره کيږي چې د يمن د بحران د يو لوبغاړي په توګه د ملګرو ملتوپه کارکردګۍ د دغه هېواد د خلقو سخته بې اعتمادي موجوده ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي