برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۳ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د متحده عربی اماراتو دالفجیره چاودنو نه

آریانانیوز: لومړۍ (۱)داچې دغه چاودنې متحده عربی اماراتو ته ستر شوک(Shock)وو په همدې دلیل د اماراتو چارواکو لومړۍ ددغه پیښې په پټولو سره په الفجیره بندر کښې هرډول چاودنه دروغ وبلله خو وروسته له دې چې ددغه پیښې خبر په پراخه سویه خپور شوی د ابوظهبۍ چارواکی مجبوره شول چې دغه پیښه تائید کړی
د سعودی عربستان د انرژۍ وزیر خالد الفالح هم اعتراف وکړ په دغو چاودنو کښې د عربستان دتیلو دوو (۲) ټانکرونو ته هم سخت تاوانونه رسیدلی دی .
دوهمه (۲) دا چې دغه چاودنې د متحده عربی اماراتو د امنیتی او د دفاعی نظام کمزورتیا وښودله او تراوسه معلومه نه ده چې دغه چاودنې په کوم ډول شوی دی .
دریمه(۳) دا که څه احتمال شته د متحده عربی اماراتو او دسعودی عربستان چارواکی به هڅه وکړی دغه پیښه د مقاومت د چورلیز د لوبغاړو کار وبولی څو له دغه پیښې د مقاومت چورلیز ته دګوزار د ورکولو او د ځان لپاره د سیاسی او د امنیتی پایلو د کمولو لپاره دیوه(۱) فرصت په توګه ګټه پورته کړی خو په پریکنده توګه په دغه بڼه احتمالی تور لګول په نورو باندې دخپلې ګرمې د مسولیت وراچول دی .
داسې ښکاری چې د الفجیره چاودنې دسیمې په بدلونونو په تیره بیا د یمن پرضد جنګ کښې له ګډون او ترهګرۍ په ملاتړ کښې د متحده عربی اماراتو د کړچاری بیلګو نتیجه(output) وی .
په حقیقت کښې دغه پیښه د متحده عربی اماراتو او د سعودی عربستان لخوا د ترهګرۍ د روزنې له کبله وی چې اوس ددوې لمن ته غځیدلی ده .
څلورمه (۴) دا چې مشهور عرب شناندی عبدالباری عطوان په یوې(۱) شننې کښې ولیکل امکان شته چې د متحده عربی اماراتو د الفجیره چاودنې په سیمه کښې دپټو کړیو یا د اسرائیلی عسکرو لخوا ترسره شوی وی چې غواړی د فارس خلیج سیمې له خړو اوبو کبان ونیسی یعنی خپلو هدفونو ته ورسیږی او دغه چاودنې د پوځی نښتو دپیلیدا سبب شی .
په همدې لړ کښې دعربو مشهور خبریال او لیکوال عبدالباری عطوان دامریکا د سمندری ټرانسپورټ(Maritime Administration) د ادارې د تیرې شنبې ورځ خبرداری ته اشاره کوی او وایی دامریکا دسمندری ټرانسپورټ ادارې په تیرې شنبې ورځ خبرداری ورکړ چې ایران شاید د تیلو دټانکرونو په شمول دامریکا په تجارتی کشتیو برید وکړی .
په بحرین کښې دیره د امریکا د پینځمې (۵) جنګی بیړۍ د قوماندان ځای ناستی جیمز مالوی (James Malloy)هم وویل د واشنګټن پوځیان د تیارسې په حالت کښې دی .
په حقیقت کښې دغه شننه ددې ښودنه کوی چې د مقاومت ضد او دسازباز بهیر ته اړونده پټو کړیو یا د اسرائیلو عواملو په پلانونې (Planning) او په قصدی ډول د متحده عربی اماراتو د الفجیره چاودنې ترسره کړې چې له دغو چاودنو او زیاتو رسندوی تبلیغاتو څخه په ګټه پورته کولو سره ایران او د مقاومت د چورلیز لوبغاړی د الفجیره د چاودنو عامل معرفی کړی او امریکا دایران او یا په سیمه کښې د مقاومت ډلو پرضد جنګ کښې ګډون کولو ته وهڅوی .
د متحده عربی اماراتو دالفجیره چاودنې په داسې حال کښې وشوې چې د اسرائیلو رژیم تیره اونۍ د فلسطین دغزې تړانګې پرضد نوی جنګ کښې له څلور(۴) ورځو وروسته د اوربند منلو ته مجبوره شو.
شپږمه(۶) خبره دا چې دایران اسلامی جمهوریت د متحده عربی اماراتو چاودنو ته په غبرګون کښې دغه چاودنې وغندلې چې ثابته کړی تهران په هرو شرایطو کښې د مینځنی اسیا(مینځنی ختیځ ) لپاره د ثبات او دامنیت غوښتونکی دی .
په همدې لړ کښې د ایران دباندنیو چارو دوزارت ویاند سید عباس موسوی په عمان(Oman) سمندرګی کښې د څو کشتیو لپاره پرونې پیښې اندیښمونکی او خواشینونکی وبللې او ددغو پیښو د دقیقو اړخونو د روښانه کیدا غوښتنه یې وکړه .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي