برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۳ اسفند , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د متحده ایالاتو په نظامي اکاډمۍ کې د جنسي تیري په کچه کې ریکارډ زیاتوالی

آریانانیوز: د امریکا د دفاع وزارت یوه نوې څېړنه ښيي چې د دغه هېواد په پوځي مرکزونو کې د جنسي تېري پېښې بې ساري ریکارډ ته رسېدلي دي.


د پنټاګون یوه نوې څېړنه ښيي، چې تېر کال د امریکا په پوځي روزنیزو مرکزونو او کالجونو کې د جنسي تېریو او ځورونو شمېر ۱۸ سلنه ډېر شوی، چې دا د ۲۰۰۶ کال په پرتله چې دا څېړنه په لومړي ځل ترسره شوې وه، یو ریکارډ دی.

د دې راپور له مخې، چې د سي ان ان لخوا خپاره شوي، په تیر تعلیمي کال کې د متحده ایالاتو په نظامي اکاډمیو کې 1136 نارینه او ښځینه جنسي تیري شوي او 3939 کسانو د خپلو ټولګیوالو لخوا یو ډول جنسي ځورونې تجربه کړې.

همدارنګه د جنسي تیري او جنسي ځورونې د مخنیوي لپاره د نظامي اکاډمۍ د چارواکو د هڅو په اړه د ښځینه محصلینو باور د تیر کال په پرتله له ۷۲٪ څخه ۵۹٪ ته راټیټ شوی دی.

شریک یي کړئ!